DTM په افغانستان کې د تحرک د ارزونې بنسټیزه وسیله کاروي ترڅو تحرکات تعقیب کړي او د جبري بېځایه شویو، راستنېدونکو او کډوالو د نفوس کچه او موقعیت تشخیص سربېره د بېځایه کیدو لامل، اصلی سیمې، د بېځایه کېدو مهال، لومړني ډیموګرافیکي معلومات، زیانمنتیاوې او د اړتیاوو د لومړیتوبونو څخه څارنه وکړي. معلومات د کلیو په کچه د ډله ایزو بحثونو، مخامخ کتنو او کلیدي معلوماتو ورکوونکو سره د مرکې له لارې راټولېږي.
دا ولایتي راپور د تخار ولایت اړوند د بېځایه کېدوونکو د تعقیب سیسټم د موندنو لنډه پایله ښیي. معلومات د تخار ولایت په ۱۶ ولسوالیو او ۴۸۵ کلیو کې راټول شوي دي.
