افغانستان - د خلکو د تګ او راتګ په اړه لنډ راپور (۱ - ۷ سپتمبر۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Télécharger

Share

Contacter
DTMAfghanistan@iom.int
Langue
Pashto
Emplacement
Afghanistan
Période couverte
Sep 01 2024
Sep 07 2024
Activité
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د افغانستان آي اُو اِم د (ډي تي اِم) پروګرام د خلکو د تګ او راتګ د جریان د څارنې فعالیت ددې لپاره ډیزاین شوي ترڅو د جمهوري اسلامي ایران او پاکستان هېواد سره په سرحدي پولو کې د خلکو  د سفر، تګ او راتګ په اړه ښه معلومات وړاندې کړي او ښه پوه شي. په دې فعالیت کې به دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کیږي. لومړی د ټولو هغو د سفر په حالت کې کسانو شمیرل دي چې له بهر څخه افغانستان ته راستنیږی او یا دا چې د افغانستان څخه بهر ته سفر کوي ، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو د افغانستان د سفر او افغانستان ته د راستنیدو شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سره مرکې کول دي چې افغانستان ته د راستنیدو او یا هم د افغانستان څخه بهر ته د سفر په حال کې دي ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې د سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو بهر ته د سفر کونکو خلکو او هېواد ته د راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړي او په اړه یې ښه پوه شي


دا باید په پام کې ولرو چې ډي ټي اِم په یوه مشخصه سرحدي پوله کې یوازې د سفر او تحرکاتو تعداد شمیري نه مستقل یا انفرادی اشخاص چې هېواد ته راستنیږی او یا د هېواد څخه بهر سفر کوي. په دې معنی که چیرې یو شخص په یوه اونۍ که د هېواد څخه بهر سفر کوي او بیرته هېواد ته راستنیږی نو دا به یو وار د هېواد څخه بهر ته د سفر کونکو خلکو په ډله کې شمیرل کیږی او دوهم ځل افغانستان ته د راستنیدونکو خلکو په ډله کې شمیرل کیږي. د افغانستان څخه بهر ته سفر او بیرته راستنیدل د ډیرو مختلفو دلایلو سره تړاو لري لکه د بهر څخه بیرته راستنیدونکي مهاجرین، د ،کورنۍ د لیدنه، ډیپورټ کیدل، د اقتصادي دلایلو او تجارت لپاره سفر، روغتیایي ستونزو لپاره سفر، د تعلیم او تحصیل لپاره سفر، هغه افغان وکړي چې د مختلفو دلایلو پر اساس سفر کوي، او همدارنګه دوراني سفرونه هم ډیر معمول دي په دې معنی چې ځینې خلکو په اونۍ کې څو ځله سفر کوي د تجارت او مختلفو دلایلو پر اساس د هېواد څخه بهر خي او بیرته راځي. دا فعالیت او راپور ددې په اړه چې خلک بهر سفر کوي او بیرته راستنیږی په اړه واضح معلومات وړاندې کوي

 
ډي ټي اِم دا فعالیت په څلورو هغه سرحدي پولو کې چې د عمومي لارو سره وصل دي او همدارنګه دا فعالیت د ایران  اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په شپږو نورو سرحدي پولو کې هم ترسره کیږي. په دی اونیز راپور کې د آي اُو اِم د مختلفو سرچینو څخه معلومات راټول شوي. د معلوماتو د راټولولو د میتودولوژۍ او په دی اړه د ډیرو معلوماتو لپاره ددې راپور آخري پاڼې ته د (افغانستان ته د راتګ په اړه د آي اُو اِم معلومات) عنوان ته مراجعه وکړئ.