افغانستان - د خلکو د تګ راتګ په اړه لنډ راپور (۱۴ - ۲۰ اپریل۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Descargar

Share

Contacto
DTMAfghanistan@iom.int
Idioma
Pashto
Ubicación
Afghanistan
Fecha de instantánea
Apr 14 2024
Apr 20 2024
Actividad
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د افغانستان آي اُو اِم د (ډي تي اِم) پروګرام د خلکو د تګ راتګ د جریان څارنې فعالیت د ۲۰۲۴ په پیل کې بیا پیل کړل ترڅو د افغانستان په سرحدونو کې د خوځښت او تګ راتګ په اړه ښه پوه شي. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټې، ډي ټي اِم د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په څلورو سرحدی پولو کې ساحوي ټیمونه ځای پر ځای کړل او همدارنګه دا فعالیت په یوې بلې سرحدي پولې٬ د خوست ولایت په غلام خان کې په ۱۱ دي فبروري پیل شو (لاندې نقشه د سرحدي پولو د موقیتونو لپاره وګورئ)، ترڅو دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کړي. لومړی د ټولو هغو کسانو شمیرل دي چې افغانستان ته راځي او یا د افغانستان څخه بهر وځي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو افغانستان ته د تګ او راتګ شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سروې ده چې افغانستان ته د راتللو یا وتلو په حال کې ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو د تلونکو او راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او زیانمنتیا په اړه پوه شي. له پاکستان څخه د کډوالو راتګ پدې اونۍ کې ډیر شوی، ځکه چې د ملیونونو غیر قانوني بی اسنادو افغان کډوالو بیرته راستنیدو لړې دوهم پړاو د ۲۰۲۴ د اپریل په ۱۵، کې بیا پیل شوه. دا لړې تیر کال د پاکستان حکومت لخوا اعلان شوه او ډیری غیر قانوني بهرنیان یې هڅولی چې په خپله خوښه او داوطلبانه ډول له پاکستان څخه ووځی او یا د شړلو یا ډیپورت کولو مخ شي. دا مختصر راپور مهم معلومات وړاندې کوي چې د آي اُو اِم د معلوماتو د مختلفو سرچینو د یوځای کولو څخه لاسته راځي، لکه د آی اُو اِم افغانستان د (د جریان د څارنې شمېر) او (د جریان د څارنې سروې) فعالیتونه او د افغانستان آي اُو اِم د رارسېدو څخه وروسته د بشري مرستو برنامه (سي بي پا ها) او همدارنګه د پاکستان ډي ټي اِم د (د افغان راستنیدونکو په اړه د جریان د څارنې سروې) څخه د اپریل له ۱۴ څخه تر ۲۰ اپریل مودې لپاره. د معلوماتو د راټولو د میتودولوژي په اړه د ډیرو معلوماتو لپاره ددې را پور آخرې پاڼې ته د (افغانستان ته د راتګ په اړه د آي اُو اِم معلومات) عنوان ته مراجعه وکړئ