افغانستان - د خلکو د تګ او راتګ په اړه لنډ راپور (۸ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Descargar

Share

Contacto
DTMAfghanistan@iom.int
Idioma
Pashto
Ubicación
Afghanistan
Fecha de instantánea
Sep 08 2024
Sep 14 2024
Actividad
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د افغانستان آي اُو اِم د (ډي تي اِم) پروګرام د خلکو بهر ته د سفر او بیرته راتګ د جریان د څارنې فعالیت ددې لپاره ډیزاین شوي ترڅو د جمهوري اسلامي ایران او پاکستان هېواد سره په سرحدي پولو کې د خلکو د سفر، تګ او راتګ په اړه ښه معلومات وړاندې کړي او ښه پوه شي. په دې فعالیت کې به دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کیږي. لومړی د ټولو هغو د سفر په حال کې کسانو شمیرل دي چې له بهر څخه افغانستان ته راستنیږی او یا دا چې د افغانستان څخه بهر ته سفر کوي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو د افغانستان څخه د سفر او افغانستان ته د راستنیدونکو خلکو شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سره مرکې کول دي چې افغانستان ته د راستنیدو او یا هم د افغانستان څخه بهر ته د سفر په حال کې ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې د سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو بهر ته د سفر کونکو خلکو او هېواد ته د راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړي او په اړه یې ښه پوه شي
دا باید په پام کې ولرو چې ډي ټي اِم په یوه مشخصه سرحدي پوله کې یوازې د سفر او تحرکاتو تعداد شمیري نه مستقل یا انفرادی اشخاص چې هېواد ته راستنیږی او یا د هېواد څخه بهر ته سفر کوي. په دې معنی که چیرې یو شخص په یوه اونۍ که د هېواد څخه بهر سفر کوي او بیرته هېواد ته راستون شي نو دا به یو وار د هېواد څخه بهر ته د سفر کونکو خلکو په ډله کې شمیرل کیږی او دوهم ځل افغانستان ته د راستنیدونکو خلکو په ډله کې شمیرل کیږي. د افغانستان څخه بهر ته سفر او بیرته راستنیدل د ډیرو مختلفو دلایلو سره تړاو لري لکه د بهر څخه بیرته راستنیدونکي مهاجرین، د کورنۍ لیدنه، ډیپورټ یا ردمرز کیدل، د اقتصادي دلایلو او تجارت لپاره سفر، روغتیایي ستونزو لپاره سفر، د تعلیم او تحصیل لپاره سفر، هغه افغان وکړي چې د مختلفو دلایلو پر اساس سفر کوي، او همدارنګه دوراني سفرونه هم ډیر معمول دي په دې معنی چې ځینې خلکو په اونۍ کې څو ځله د تجارت او مختلفو دلایلو پر اساس د هېواد څخه بهر سفر کوي او بیرته راځي. دا راپور د خلک بهر د سفر او بیرته راستنیدلو په اړه واضح معلومات وړاندې کوي 
د ډي ټي اِم دا فعالیت په څلورو هغه سرحدي پولو کې چې د عمومي لارو سره وصل دي او همدارنګه د جمهوري اسلامي ایران او پاکستان سره په شپږو نورو سرحدي پولو کې هم ترسره کیږي. په دې اوونیز راپور کې د آي اُو اِم د مختلفو سرچینو څخه معلومات راټول شوي. د معلوماتو د راټولولو د میتودولوژۍ او په دې اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره ددې راپور آخري پاڼې ته د (افغانستان ته د راتګ په اړه د آي اُو اِم معلومات) عنوان ته مراجعه وکړئ