د بېځایه کېدونکوو د تعقیب سیسټم په افغانستان کې د تحرک د ارزونې بنسټیزې وسیلې کاروي ترڅو له تحرکاتو څخه څارنه وشي او د نفوس په هکله اټکلونه، د جبري بېځایه کېدنو موقعیتونه او جغرافیه وي وېش څرګند شي. سربېره پر دې DTM د بېځایه کېدو مهال، علت، اصلی سیمې، لومړني جمعیتی معلومات، زیانمنتیاوې او د اړتیاوو د لومړیتوبونو څخه څارنه کوي. معلومات د کلیو په کچه کلیدي معلوماتو ورکوونکو سره د ډله ایز بحثونو او مخامخ کتنو له لارې راټولېږي.
د ۲۰۲۰ کال ډسمبر ۳۱ پر بنسټ په ۳۴ ولایاتو کې ۴۰۱ ولسوالی او ۱۲٬۶۰۰ کلي د ۷۲٬۳۰۵ کلیدي معلومات ورکوونکو سره د مرکې له لارې ارزول شوي دي. له ۲۰۱۲ کال څخه د ۲۰۲۰ کال ډسمبر میاشتې پورې ۴٬۱۹۶٬۸۷۸ راستنېدونکي و ۴٬۹۳۷٬۲۷۷ کورني بېځایه شوي چې اوسمهال په کوربه ټولنو کې اوسېږي پېژندل شوي دي.
